Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika
ژبه د الله په ذِکر سره لمده ساته۔۔۔!!
يو ځل د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر شو او عرض ئې اوکړو: اِنَّ شَرَائِعَ الْاِسْلَامِ قَدْ کَثُرَتْ عَلَیَّ يعنې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! بے شکه د اسلام حکمونه په ما باندې زيات شوي دي، څه داسې عمل راته ارشاد اوفرمائيئ! کوم چې زه کلَک اونيسم۔ د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: لَایَزَالُ لِسَانُکَ رَطْبًا مِّنْ ذِکْرِ اللّٰہِ عَزَّوَ جَلَّ يعنې ستا ژبه دې هميشه د الله پاک په ذِکر باندې لمده وي۔ ([1])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په شرح کښې فرمائي: غالباً د پوښتنې کوونکي صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پوښتنه د نفلونو په باره کښې وه (چې يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! نفل عبادتونه ډير زيات دي، په دې کښې يو عبادت اوښائيئ کوم چې زه کلک اونيسم [يعنې پوره عمل پرې اوکړم])، په دې باندې خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا جواب ورکړو، مقصد دا دے چې هر وخت په ژبه باندې د الله پاک څه ذِکر جاري وي۔ الله پاک دې داسې ژوند نصيب کړي۔ ([2]) اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
پيشو رښتيا اووئيل
شيخ ابو الحسن نُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک ډير نيک بنده او کامِل ولي وو، تر لرې لرې پورې د هغوئي د وِلايت غږ خور وو، خلق به د برکت د پاره د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت