Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika
د زړه اِصلاح له توجو ورکړئ!
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * زړه اصلي سرمايه ده * دا اصلي ژوند دے * زړه د الله پاک د نظر ځائے دے * د زړه پاکي د کاميابئ ذريعه ده * د دې په وجه د الله پاک معرفت [يعنې پيژندګلو] نصيب کيږي، مونږ له پکار دي چې مونږ د زړه صفائيئ ته پوره پام اوکړو، زړه د ګناهونو د خيري نه بچ کړو، د باطِني ګناهونو نه زړه پاک کړو، د بغض او کينې، بد ګمانئ، د دُنيا د مينې، د مال د مينې، د غرور، تکبر، حَسَد وغيره داسې نا پاکئ نه زړه بچ اوساتو۔ الله پاک دې زمونږه د زړه پاکي نصيب کړي۔ اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
زِندگی زِندہ دِلی کا نام ہے مردہ دِل کیا خاک جیاکرتے ہیں
د زړه د سختئ يو څو وجې
اے عاشقانِ رَسُول! د زړه د سختيدو او د ده د خيري نيولو ډيرې وجې دي: مثلاً * د فضول خبرو (يعنې بے د ضرورت نه د خبرو کولو) سره زړه سختيږي۔ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د الله پاک د ذِکر نه علاوه ډيرې خبرې مه کوئ! ځکه ډيرې خبرې کول زړه سختوي۔ ([1]) * داسې د ډيرو خندلو سره زړه سختيږي، په حديث شريف کښې دي: اِنَّ کَثْرَۃَ الضَّحَکِ تُمِیْتُ الْقَلْبَ بے شکه ډيره زياته خندا زړه مړ کوي ([2]) * داسې د ډير خوراک، خاص طور د حرامو او د حلالو د پروا کولو نه بغير خوړل زړه مړ کوي * او زړه ته د ټولو نه زيات نقصان رسوونکے څيز ګناه ده۔ که ګناه وړه