Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika
د الله پاک د زيات ذِکر کولو سره د زړه زنګ لرې کيږي۔ په حديث شريف کښې دي، د الله پاک حبيب، د زړونو طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بے شکه لکه څنګه چې اوسپنه زنګ نيسي، داسې زړونه هم زنګ نيسي۔ عرض اوکړے شو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د زړه د زنګ علاج څه دے؟ اوئې فرمائيل: مرګ ډير زيات يادول او د الله ډير ذِکر کول۔ ([1])
کاش لب پر مِرے رہے جاری ذِکْر آٹھوں پَہَر ترا یاربَ!
چشمِ تَر اور قلبِ مُضْطَر دے اپنی اُلفت کی مَے پِلا یاربّ!([2])
په غافِل باندې شيطان مقرر کولے شي
الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ مَنۡ یَّعۡشُ عَنۡ ذِکۡرِ الرَّحۡمٰنِ نُقَیِّضۡ لَہٗ شَیۡطٰنًا فَہُوَ لَہٗ قَرِیۡنٌ (۳۶) (پارہ:25، سورۂ زُخرف:36)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: او څوک چې د رحمان د ذِکر نه مخ واړوي نو مونږ په هغه باندې يو شيطان مقرر کړو نو هغه د هغه سره اوسيږي۔
د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د شيطان خَړتَم د انسان په زړه باندې دے، کله چې بنده د الله پاک ذِکر کوي نو هغه خَړتَم لرې کوي او کله چې