Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika
ئې هم پخپله اوفرمائيل: د الله پاک د نزدې والي حاصلولو د ټولو نه خوښه طريقه د هغه کلام (يعنې قرآنِ مجيد) دے۔ ([1])
الٰہی! خوب ديدے شوق قرآں کی تلاوت کا شرف دے گنبد ِخضرا کے سائے میں شہادت کا
قرآن د الله پاک مضبوطه رَسئ ده
د مسلمانانو د څلورم خليفه امير المؤمنين حضرت علي المرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم اوفرمائيل: ډيرې زر به فتنې وي۔ ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د دې نه د بچ کيدو څه طريقه ده: اوئې فرمائيل: د الله پاک کتاب (يعنې قرآنِ کريم)۔ بيا ئې اوفرمائيل: * په قرآنِ مجيد کښې ستاسو د راتلونکو مخکښينو خبرونه دي * په قرآنِ کريم کښې ستاسو د خپل مينځ فيصلې دي * کوم ظالم چې قرآنِ کريم پريږدي، الله پاک به هغه تباه کړي * او څوک چې د قرآنِ کريم نه علاوه چرته په بَل يو ځائے کښې هدايت لټوي، الله پاک به هغه ګمراه کړي * قرآنِ کريم د الله پاک مضبوطه رسئ ده * قرآنِ کريم حکمت والا ذِکر دے * قرآنِ کريم نيغه لاره ده * د قرآنِ کريم په برکت سره خواهشونه ختميږي * د قرآنِ کريم عجائبات نه ختميږي * څوک چې د قرآنِ کريم مطابق خبره اوکړي، هغه رښتونے دے * چا چې په قرآنِ کريم باندې عمل اوکړو، هغه به ثواب بيامومي * څوک چې د قرآنِ کريم مطابق فيصلي کوي، هغه به انصاف کولو والا وي * او څوک چې د قرآنِ کريم په لار رابلل کوي، هغه به خامخا د نيغې لارې طرف ته رابللو والا وي۔ ([2])
ہر روز میں قرآن پڑھوں کاش! خدایا اللہ! تلاوت میں مرے دِل کو لگا دے