Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

اے عاشقانِ رَسُول! تاسو اوکتل! زمونږه بزرګانِ دين، د الله پاک نيکانو بنده ګانو به څنګه څنګه د الله پاک د نزدې والي حاصلولو د پاره کوشش کولو، حضرت ابو بکر شِبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د زړه نه د دُنيا د مينې د ويستو، د ځانله والي سره د الله پاک په عبادت کښې د مصروفه اوسيدو او زړه د الله پاک د مينې لائق جوړولو د پاره خپل ټول مال، ټول دولت، جائيداد، هر څه د الله پاک په لار کښې اولګول۔

سچ ہے کہ انسان کو کچھ کھو کے مِلا کرتا ہے            آپ  کو  کھو کے تجھے پائے گا جُویا تیرا ([1])

وضاحت: دا حقيقت دے چې د څه حاصلولو د پاره څه د لاس نه وتل وي، يا الله پاکه! ستا مينه وال به د خپل ځان ختمولو سره هم تا حاصل کړے شي۔

الله پاک زړه ته ګوري

چې مونږه هم غور اوکړو! زمونږه باطِني طهارت (يعنې د زړه پاکي) چرته ده؟ * مونږه لامبو هم * وينځو هم * د ظاهري وجود ښکلي کولو د پاره ډير کوششونه کوؤ * مونږ چې د خوب نه راپاڅو نو تر څو پورې چې مو خُله نه وي وينځلې، د کور نه بهر وَتَل نه خوښوؤ * چې جامې مو خيرنې وي نو خلقو ته په مخامخ کيدلو کښې شرم راځي، نن زمونږه د معاشرې ډير ځلمي زرګونه روپئ صِرف د ويښتو د سټائل په جوړولو لګوي، په دې فيشنونو باندې روپئ هم لګي، وخت هم لګي خو خلق دا هر څه کوي، ولې؟ د پاره د دې چې زه ښه ښکاره شم او زما د ليدلو سره خلق زما تعريف اوکړي۔ خو افسوس! * زړه خيرن دے * په زړه باندې د ګناهونو تور والے پروت دے * په زړه کښې غلط خيالونه دي * بد ګمانئ دي * تکبر، غرور دے * په زړه کښې د حَسَد اور لمبې


 

 



[1]... ذوقِ نعت، صفحہ:21۔