Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika
چرې بادشاه خراب شي نو ټول لښکر خراب شي۔ ([1])
دِل ہائے گُناہوں سے بیزار نہیں ہوتا مغلوب شہا! نفسِ بدکار نہیں ہوتا
گو لاکھ کروں کوشش اِصْلاح نہیں ہوتی پاکیزہ گُنَاہوں سے کِردار نہیں ہوتا
یہ سانس کی مالا اب بس ٹوٹنے والی ہے دِل آہ! مگر اب بھی بیدار نہیں ہوتا([2])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د حضرت لقمانِ حکيم د حکمت نه ډکه خبره
حضرت لقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير عقل مند او هوښيار، نيک، پرهيزګاره، کامِل ولي وو، په قرآنِ کريم کښې هم د هغوئي ذِکر راغلے دے بلکه د هغوئي د نوم پوره سورت ”سورۀ لقمان“ په قرآنِ کريم کښې دے۔ د حضرت لقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژوند مبارک څه موده په غلامئ کښې تيره شوه، يو ځل د هغوئي دنيائي آقا هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اووئيل: چيلئ [بيزه] ذبح کړه او د دې د ټولو نه بهترينې 2 حصې راوړه۔ هغوئي چيلئ ذبح کړه او د هغې ژبه او زړه ئې راويستلو او اوئې وړل۔ يو څو ورځې پس آقا بيا اووئيل: چيلئ ذبح کړه او د هغې د ټولو نه خرابې 2 حصې راوړه، لقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيا چيلئ ذبح کړه او بيا ئې د هغې ژبه او زړه حاضر کړو، آقا د دې وجه اوپوښتله (اوئې وئيل وړومبے مې درته د بهترينو حصو راوړلو اووئيل، نو تاسو ژبه او زړه راوړلو، اوس مې درته د خرابو حصو راوړلو اووئيل، اوس تاسو ژبه او زړه راوړلو، د دې څه وجه