Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

کمې خبرې کول د مصطفٰے سُنَّت دي

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: د انسان په خاموشئ باندې قائم پاتې کيدل د 60 کاله عِبادت نه بهتر دي۔([1]) 

اے عاشقانِ رَسُول! کمې خبرې کول د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي * اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! زمونږه آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوږدې خاموشئ والا وو۔ ([2]) * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ضرورت نه بغير د خلقو سره خبرې نه فرمائيلې، د هند بن ابو هاله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيان دے چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ضرورت نه بغير خبرې نه فرمائيلې بلکه اکثر به خاموشه پاتې کيدلو۔ ([3]) د خاموشئ نه مُراد دے: د دنيا د خبرو نه خاموشي ګنې د حضورِ اَقدَس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژبه مُبارکه خو به د الله پاک په ذِکر کښې لمده اوسيدله۔ ([4]) 

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * خاموشي حِکمَت دے * د کمو خبرو سره عقل کامِل وي * کمې خبرې کول د عِبادَت چابي ده * د کمو خبرو سره د عبادت مزه نصيب کيږي * د کمو خبرو سره عزت، وقار او عِلم زياتيږي * څوک چې د ضرورت نه بغير د خبرو کولو نه ځان بچ کړي، هغه په شيطان باندې غالب اوسي۔

الله پاک دې مونږ ته هم د کمو خبرو کولو، صِرف د ضرورت خبرو د خُلې نه د ويستلو او د فضول بق بق کولو نه د بچ کيدو توفيق راکړي۔  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

یا ربّ نہ ضرورت کے سوا کچھ کبھی بولوں             اللہ زباں کا ہو عطا قفل مدینہ


 

 



[1]... شُعْبُ الْاِیْمَان، باب: حفظ اللسان، جلد:4، صفحہ:245، حدیث:4953۔

[2]... شرح السنہ للبغوی، جلد:7، صفحہ:450، حدیث:3695۔

[3]... شمائل ترمذی، صفحہ:353، حديث:225۔

[4]... مرآۃ المناجیح، جلد:8، صفحہ:81۔