Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika
کرامت جامې واغوستلے شي۔ بيا به الله پاک قرآنِ کريم ته فرمائي: ھَلْ رَضَیْتَ؟ (اے قرآنه!) آيا تۀ رضا ئې؟ قرآنِ کريم به وائي: يَا رَبَّ! د دې نه ورله هم افضل اجر ورکړه۔ اوس به دې بنده له بادشاهي او جنّت ورکړے شي۔ بيا به قرآنِ کريم ته اووئيلے شي: ھَلْ رَضَیْتَ؟ (اے قرآنه!) آيا اوس تۀ رضا ئې؟ قرآنِ کريم به وائي: آؤ، يَا رَبَّ (اوس زه رضا يم)۔ ([1])
تلاوت کا جذبہ عطا کر اِلٰہی! معاف فرما میری خطا ہر اِلٰہی!
د قرآن تِلاوت افضل ترين عبادت دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوکړئ! د قرآنِ پاک د تلاوت څومره فضيلتونه دي۔ کاش! زمونږ هم د قرآنِ پاک د تلاوت شوق نصيب شي۔ زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَفْضَلُ عِبَادَۃِ اُمَّتِیْ قِرَاءَۃُ الْقُرْآنِ قرآنِ کريم زما د اُمَّت افضل ترين عبادت دے۔ ([2])
دے شوقِ تلاوت، دے ذوقِ عبادت رہوں باوُضُو میں سدا یااِلٰہی!([3])
د الله پاک نزدې والے ورکوونکې نيکي
حضرت فَروَه بِن نَوفَل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه د حضرت خَبَّاب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ګاؤنډي ووم، يوه ورځ زه د هغوئي سره د جُمات طرف ته اوتلم، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما لاس اونيولو او اوئې فرمائيل: اے فَروَه! چې څومره درنه کيدے شي د الله پاک نزدې والے حاصل کړه! بيا