Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

او اوئې وئيل: دا هغه شيطانان دي کوم چې په دوئي باندې مسلط کړے شوي دي۔ په دوئي کښې چې څوک غافِل وي، د هغوئي په سر باندې شيطان د کارغه په شکل کښې کښيني، کله چې هغه ذِکر شروع کړي نو شيطان لرې اوتختي۔ ([1])

ذِکر و درود ہر گھڑی وردِ زباں رہے                      میری فُضُول گوئی کی عادت نکال دو([2])

د الله د ذِکر کولو قرآني حکم

اللہ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غفلت په ګناهونو کښې د اخته کيدو او د زړه د زنګ نيولو اهمه وجه ده، څوک چې غافِل شي، شيطان د هغه په زړه باندې راخور شي او ښه په آسانئ سره ئې د ګناهونو کندې ته اوغورځوي، ځکه چې څومره کيدے شي، د الله پاک د زيات ذِکر کولو عادت جوړول پکار دي۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

یٰۤاَیُّہَاالَّذِیۡنَ  اٰمَنُوا اذۡکُرُوا اللّٰہَ  ذِکۡرًا کَثِیۡرًا(ۙ۴۱)  (پارہ:22، سورۂ اَحزاب:41)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: اے د ايمان والوؤ الله ډير زيات يادوئ۔

رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د الله ذِکر دومره ډير کوئ چې خلق تاسو ته ليوني اووائي۔ ([3])


 

 



[1]...سبع سنابل، صفحہ: 253بتغیر قلیل۔

[2]...وسائلِ بخشش، صفحہ:305۔

[3]...مسندِ امام احمد،  جلد:5، صفحہ:189، حدیث:11971۔