Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

کريم ميلاؤيدلے نو مهيان [کبان] به رَبِّ کريم ته ډير نزدې وو، که چرې رَبِّ کريم د ښه ويښتو جوړولو په ذريعه ميلاؤيدلے نو د ګَډو بيزو [چيلو]  ويښته زيات وي، هغوئي به رَبِّ کريم ته ډيرې نزدې وې خو حقيقت دا دے چې رَبِّ کريم هغه چا ته ميلاؤيږي، د چا نيّت چې رښتينے او زړه پاک وي۔ ([1]) شيخُ الاِسلام حضرت بابا فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاک او د بنده ترمينځه حِجَاب (يعنې خَنډ يا پرده) صِرف د زړه د نا پاکئ ده، که چرې دا حِجَاب لرې شي (يعنې زړه پاک شي) نو بنده ته د الله پاک نزدې والے نصيب کيږي۔ ([2])

پاک ہووَیں تَے پاک مِلے، بِنْ پاکَوْں پَاک نئیں مِلدا

سارے جِسْم دے دَھْوَنْ نالَوْں تُوں دَھو لے ٹکڑا دِل دا

وضاحت: الله پاک دے، پاکانو خلقو ته خپل نزدې والے ورکوي، د ظاهري پاکئ په نسبت د زړه پاکئ ته ډير پام کوئ! د پاره د دې چې ستاسو د الله پاک نزدې والے نصيب شي۔

زړه بادشاه دے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زړه زمونږ د ټولو نه قيمتي اندام دے، د عِلم، عَمَل، اَخلاقو، کردار، عقل او هوښيارتيا، عزّت او بزرګئ، د دې ټولو تعلق د زړه سره دے، د سائنس دانانو تر سنګ زمونږه بدن ته زمونږ دماغ حکم کوي، که مونږه ګوته لږه شان هم خوزول غواړو نو د دې د پاره دماغ ګوتې ته حکم کوي، نو بيا ګوته حرکت کوي، که چرې دماغ حکمونه ورکول پريږدي نو زمونږه ټول بدن به شَل شي هم دغه شان په روحاني لحاظ سره زمونږ د ټول بدن واک د زړه سره دے، زمونږ زړه چې مونږ ته کوم


 

 



[1]...ابیاتِ باہوکامل، صفحہ:187خلاصۃً

[2]...ہشت بہشت، اسرا رالاولیاء، صفحہ:30 بتغیر قلیل۔