Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

اے عاشقانِ رَسُول! اوګورئ! قرآنِ کريم د الله پاک مضبوطه رسئ ده، څوک چې دا رسئ مضبوطه اونيسي، د قرآنِ کريم سره پوره طور تړون اوساتي، قرآنِ کريم د زړه او ځان نه خپل کړي، شپه او ورځ په ذوق او شوق سره تلاوت خپل معمول جوړ کړي، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! قرآنِ کريم به د هغه کردار ښکلے کړي، د زړه زنګ به ئې لرې کړي، په دُنيا کښې، په قبر کښې، د حشر په ميدان کښې، په ميزان باندې، په پُلِ صراط باندې په هر ځائے کښې به ئې حفاظت اوکړي او که چرې الله پاک اوغوښتل نو جنّت ته به ئې هم بوځي۔

حالّ مُرتَحِل څه ته وئيلے شي؟

کاش! چې زمونږه د تلاوت شوق نصيب شي۔  حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل يو کَس د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! افضل عمل کوم يو دے؟ اوئې فرمائيل: په تاسو باندې لازم دي چې حالّ مُرْتحِلْ (يعنې منزل ته رسيدونکي او بيا سفر شروع کوونکي) جوړ شئ! هغوئي عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !  حالّ مُرْتحِلْ څه [څيز] دے؟ اوئې فرمائيل: هغه صاحبِ قرآن دے کوم چې قرآنِ کريم د سر نه لوستل شروع کړي او تر آخِره پورې اورسي، کله چې قرآنِ کريم مکمل کړي نو بيا ئې د سر نه شروع کړي، چې کله هغه هم خپل منزل ته اورسي، نو بيا سفر شروع کړي۔ ۔([1])

الله پاک دې زمونږه هم د حالّ مُرْتحِلْ جوړيدو (يعنې د بيا بيا قرآنِ کريم د مکمل کولو، يو ځل د مکمل لوستلو نه پس د بيا شروع کولو او هم داسې د ژوند تيرولو) توفيق نصيب کړي۔

اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...ترمذی، کتاب القراءت، صفحہ:684، حدیث:2948۔