Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika
وهي، مونږ د دې لږ شان فِکر هم نه کوؤ حالانکه زړه د رَبِّ کريم د نظر ځائے دے۔ په حديث شريف کښې دي: اِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ اِلٰی اَجْسَادِكُمْ، وَلَا اِلٰى صُوَرِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ اِلٰى قُلُوبِكُمْ يعنې بے شکه الله پاک ستاسو وجودونو او شکلونو ته نه بلکه الله پاک خو ستاسو زړونو ته ګوري۔ ([1])
امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې حديثِ پاک نه معلومه شوه: چې زړه د رَبُّ العَالَمِين د نظر ځائے دے، حيرانتيا ده په هغه کَس باندې کوم چې د ظاهر د ښکلي کولو ترتيب جوړوي، خپل ظاهر وينځي، د خيري نه ئې پاکوي د پاره د دې چې خلق د ده څه ظاهري عيب اونه ويني خو د زړه د صفائيئ ترتيب نه جوړوي کوم چې د رَبُّ العَالَمِين د نظر ځائے دے۔۔۔!! ([2])
پھُلاں دا تُوں عِطر بنا عطراں دا فیر کڈھ دریا
دریا وِچ فیر رَج کے نہا مچھلیاں وانگوں تاریاں لا
فیر وی تیری بَو نئیں مُکنی پہلے اپنی مَیں مُکا
وضاحت: [که چرې] د ګلونو عطر جوړ کړئ، د عطرو دريابونه جاري کړئ، په درياب کښې د مهيانو [کبانو] په شان لامبو اووهئ، بيا به هم ستاسو د زړه دننه سخا بوئي ختم نه شي۔ اوّل خپل باطن صفا ستهرا کړئ۔
د الله پاک د نزدې والي حق دار څوک؟
سُلطانُ العارفين، شيخ سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که چرې د لامبلو وينځلو سره رَبِّ