Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika
د رَجبُ المُرَجَّب يو څو فضيلتونه
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رَجبُ المُرَجَّب ښکلې مياشت تشريف راوړے دے۔ دا ډيره د برکت والا مياشت ده۔ د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: رَجَبٌ شَہْرُ اللہ تَعَالٰی وَ شَعْبَانُ شَہْرِیْ وَ رَمَضَانُ شَہْرُ اُمَّتِیْ۔ يعنې رجب د الله پاک مياشت ده، شعبان زما مياشت ده او رمضان زما د اُمَّت مياشت ده۔ ([1]) په روايتونو کښې دي، کله چې به د رَجَبُ المُرَجَّب مياشت راتلله نو خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا دُعا فرمائيله ([2]) (راځئ! چې مونږه هم د سُنَّت د ادا کولو په نيت سره دا دُعا اولولو):
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِیْ رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
يعنې اے الله پاکه! تۀ زمونږ د پاره په رَجَب او شعبان کښې بَرَکتونه عطا کړې او مونږه رمضان ته اورسوې۔ ([3])
الله پاک دې مونږ له د دې محترمې مياشتې د ادب او د احترام کولو توفيق راکړي۔ چا عربي شاعر وئيلي دي:
بَیِّضْ صَحِیْفَتَکَ السَّوْدَاءَ فِیْ رَجَبٍ بِصَالِحِ الْعَمَلِ الْمُنْجِی مِنَ اللہبِ([4])
وضاحت: په رَجَبُ المُرَجَّب کښې خپله توره توره، د ګناهونو نه ډکه عمل نامه اوپړقوئ [ښکلي/صفا] کړئ۔۔۔!! څنګه؟ د نيک عملونو کولو سره۔ کوم نيک عملونه؟ هغه کوم چې