Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

(3): د مرګ ياد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د زړه د زنګ لرې کولو والا دريم نيک عمل دے: مرګ يادول۔ آؤ جي! د مرګ يادولو سره هم د زړه زنګ لرې کيږي۔ امام اِبنِ ابي دُنيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يو ځل يوه زنانه د حضرت عائشه صِدِّيقه، طيبه، طاهِره رَضِىَ اللهُ عَـنْها په خدمت کښې حاضره شوه او د زړه د سختئ شکايت ئې اوکړو۔ حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها اوفرمائيل: اَکْثِرِیْ ذِکْرَ الْمَوْتِ يعنې مرګ ډير يادوه!

يو څو ورځې پس هغه زنانه بيا واپس راغله او د حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها مننه ئې اوکړه (چې ما ستاسو په ښودلے شوې نُسخه باندې عمل اوکړو نو د الله پاک فضل اوشو، د مرګ ياد رنګ راوړو او د زړه سخت والے لرې شو)۔ ([1])

معلومه شوه: چې د مرګ د يادولو سره د زړه زنګ په ډيرې تُندئ سره لرې کيږي، دې د پاره مونږ له پکار دي چې وخت په وخت مرګ ياد کړو۔

د مرګ د ياد سره د غفلت انجام

حضرت سعيد بن جُبَير، ربيع بن ابو راشِد او ډير بزرګانِ دِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: که چرې د يوې لحظې د پاره هم د مرګ ياد د زړونو نه لرې شي نو زړونه خرابيږي۔ ([2])


 

 



[1]...موسوعۃ  امام ابن ابی الدنیا، باب ما یعین ذکر الموت، جلد:5، صفحہ:442، حدیث:156۔

[2]...مجموع رسائل  ابنِ رجب، ذم قسوۃ القلب، جلد:1، صفحہ:265۔