Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika
کښې حاضريدل او فيض به ئې موندلو۔ يو ځل 2 درويشان د هغوئي د ملاقات د پاره را اووتل، په هغوئي کښې يو درويش د ځناورو په ژبه پوهيدلو، کله چې دا دواړه د شيخ ابو الحسن نُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښار ته را اورسيدل نو اوئې ليدل: چې 2 پيشوګانې په خپل مينځ کښې خبرې کوي۔ درويش د پيشوګانو خبرې واوريدلې او غمژن شو او اِنَّا لِلّٰہِ وَ اِنَّا اِلَیْہِ رَاجِعُوْن ئې اولوستلو۔ بَل درويش چې د هغوئي نه د معاملې پوښتنه اوکړه نو اوئې وئيل: يوې پيشو بَلې پيشو ته وئيل: چې شيخ ابو الحسن نُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شوے دے۔ دواړه ډير خفه شول، خير! د دومره لرې نه راغلي وو، سوچ ئې اوکړو چې اوس به په جنازه کښې شرکت اوکړو، نو هم دغسې دا دواړه د شيخ ابو الحسن نُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کور ته اورسيدل۔ څه ګوري چې شيخ ابو الحسن نُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله د دوئي د هر کلي د پاره تشريف راوړي، دواړه ډير حيران شول چې څه قيصه ده؟ پيشوګانو د دوئي د وفات کيدو خبر راکړے وو، دوئي خو ژوندي سلامت دي۔ شيخ ابو الحسن نُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې دوئي حيران اوليدل نو پوښتنه ئې اوکړه: څه خبره ده؟ تاسو ولې حيران ئيئ؟ درويش د پيشوګانو د خبرو په باره کښې اووئيل۔ شيخ ابو الحسن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: پيشوګانو رښتيا اووئيل۔ زه د لږ وخت د پاره د الله پاک د ذِکر نه غافِله شوے ووم، بس هغه وخت په زمکه او آسمان کښې اعلان اوکړے شو چې ابو الحسن وفات شو، د پيريانو او انسانانو نه علاوه ټولو مخلوقاتو دا آواز واوريدو۔ بيا ئې اوفرمائيل: په ما باندې د غفلت [دا] حالت د لږ وخت د پاره وو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! زما بيا د ذِکر نعمت نصيب شو۔ ([1])