Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

حکم کوي، مونږه هم هغه څه کوؤ، څنګه چې زمونږ د زړه حالت وي، هم هغه شان زمونږه عادتونه، اخلاق، کردار وي، چې زړه پاک پړقيدونکے وي نو مونږ نيکان جوړيږو، نيک اوسيږو، د زړه ښکلا ځلا زمونږ په اندامونو، زمونږ په عادتونو او کردار کښې ښکاري او خدائے دې نه کړي که چرې زمونږه زړه تور وي، په زړه باندې د ګناهونو خيرے پروت وي نو زمونږه اندامونه، زمونږ کردار، زمونږ عادتونه به هم متاثر کيږي۔ د الله پاک آخري نبي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل:  اَلَاۤ وَ اِنَّ فِي الجَسَدِ مُضْغَةً:اِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الجَسَدُ كُلُّهُ، وَاِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الجَسَدُ كُلُّهُ، اَلَاۤ  وَهِيَ القَلْبُ واورئ! بے شکه په بدن کښې د وينې يوه ټوټه ده، کله چې هغه ټيک شي، ټول بدن ټيک شي او کله چې هغه ټوټه خرابه شي نو ټول بدن خراب شي، واورئ! هغه د وينې ټوټه زړه دے۔ ([1])

 د دې حديثِ پاک په شرح کښې علمائے کرام فرمائي: د بنده ټول کارونه د هغه د زړه سره تړلي دي، * که چرې زړه پاک صفا وي * په ده کښې د الله پاک مينه وي * د الله پاک د خوښو بنده ګانو مينه وي * په زړه کښې د الله پاک ويره وي نو د بنده ټول کارونه ښه کيږي * بنده د ګناهونو نه بچ کيږي بلکه په ګناه کښې د اخته کيدو د ويرې نه د شکمنوڅيزونو نه هم بچ کيږي او * که چرې زړه خراب شي، * زړه د نفس په خواهشونو پسې روان شي، * په ده کښې د الله پاک نه ويره پاتې نه شي نو د بنده ټول کارونه خراب شي او بنده د نفس د خواهشونو په جال کښې ګير شي او په ګناهونو کښې اخته شي، دې د پاره وئيلے شي: زړه د ټول بدن بادشاه دے او ټول اندامونه د ده لښکر دے، که چرې بادشاه نيک وي نو لښکر هم نيک جوړ شي او که


 

 



[1]...بخاری، کتاب الایمان، باب فضل من استبرا، صفحہ:84-85، حدیث:52۔