Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

د وړومبئ ورځې روژه د 3 کالو کفاره ده، د دويمې ورځې روژه د 2 کالو او د دريمې ورځې روژه د يو کال کفاره ده، بيا د هرې ورځې روژه د يوې مياشتې کفاره ده (يعنې د رَجَب شريف دا روژې د وړو ګناهونو د معافئ ذريعه جوړيږي).[1]

د شعبان د روژو فضيلتونه

(1): حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې د دواړو جهانونو مالِک و مختار، مکي مدني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه کښې عرض اوکړے شو چې د رَمَضان نه پس کومې روژې افضل دي؟ اوئې فرمائيل: د رمضان د تعظيم د پاره د شعبان، بيا عرض اوکړے شو، کومه صدقه افضل ده؟ اوئې فرمائيل: د رمضان په مياشت کښې صدقه کول.[2] (2) حضرت اُسامه بن زَيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زه تاسو د شعبان په روژو نيولو وينم چې تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بَله يوه مياشت کښې هم داسې روژې نه نيسئ. اوئې فرمائيل: د رَجَب او رمضان په مينځ کښې دا مياشت ده، خلق د دې نه غافِله دي. په دې کښې د خلقو اعمال د الله پاک په لور اوچتولے شي او زما دا خوښه ده چې زما عمل په دې حالت کښې اوچت کړے شي چې زما روژه وي.[3]


 

 



[1]... جامع صغیر، صفحہ:311-312، حدیث:5051۔

[2]... ترمذی، کتاب الزکاۃ، باب ما جاء فی فضل الصدقہ، صفحہ:189، حدیث:663۔

[3]... نسائی، کتاب الصیام، باب صوم النبی… الخ، صفحہ:387، حدیث:2354۔