Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi
اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د فتنو نه په دې ډَک دور کښې د نيک جوړيدو چې کومه آسانه نُسخه ورکړې ده يعنې 72 نيک اَعمَال، په دې کښې په نيک عمل 2 نمبر کښې دي: آيا نن تاسو 5 واړه لمُونځونه د جَمعې سره ادا کړي دي؟ (کاش! چې په وړومبي صف کښې تکبيرِ اُولٰی چرې هم قضا نه شي.)
د تکبيرِ اُولٰی موندلو فضيلتونه
(1) د حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې نبئِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې د الله پاک د رضا د پاره 40 ورځې د
تکبيرِ اُولیٰ سره د جَمعې لمُونځ اوکړي د هغه د پاره به 2 آزادئ ليکلے شي يو د دوزخ نه بَل د نفاق نه.[1] (2) د حضرت ابنِ عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې سرکارِ عالي وقار، د مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د سَړي د امام سره د تکبيرِ اُولٰی سره لمُونځ کول د يو زر 1000 اوښانو د الله پاک په لار کښې د صدقه کولو نه بهتر دے.[2]
میں پانچوں نَمازیں پڑھوں باجماعت ہو توفیق ایسی عطا یَا الہٰی![3]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په تذکِرةُ الاَوليا کښې دي: حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صائِمُ