Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi
جے سوہنا میرے دُکھ وِچ راضی میں سُکھ نُوں چلھے پاواں
وضاحت: يعنې د الله کريم دغه حکم دے چې ما ته غم را اورسي نو زه د هغه په رضا باندې راضي يم، ما ته د خوشحالئ څه ضرورت دے.
بلکه حق خو دا دے چې څه د الله پاک د طرف نه دي، هغه خو خوشحالي خوشحالي ده، غم خو هډو دے نه.
د حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها په سر باندې خخته راپريوتله او وينه ترې بهيدله خو هغې رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها دې طرف ته هډو توجه اونکړه، خلقو ترې پوښتنه اوکړه: آيا تاسو ته د تکليف احساس نه کيږي؟ اوئې فرمائيل: د خختې راغورزيدل د الله پاک په اراده اوشو، د هغه اراده زما په لور اوشوه، د دې خبرې تصوُّر هډو زه د درد نه خبر نكړم.[1]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا حقيقت دے: د هر مرض ډيره اثر كوونكي دوا او د هرې سختئ بهترين حل هم دا دے چې بنده د الله پاک په رضا باندې راضي شي، چې کله بنده د الله پاک په رضا باندې راضي شي نو الله پاک د هغه نه راضي شي او د چا نه چې الله پاک راضي شي، په دُنيا او آخِرت کښې د هغه مزے شي. يو ځل د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سترګو کښې څه تکليف شو، يو کافِر طبيب د هغوئي د سترګو معائنه اوکړه او هدايت ئې اوکړو چې سترګې به د اوبو نه بچ ساتې.
چې سترګو ته اوبه لاړې نشي، دا به څنګه کيږي، چې اودس کوې نو