Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

صحت به هم ميلاؤ شي، اَجر به هم

اے عاشقانِ رَسُول! روژه ډيره نفع وركوونكي نيکي ده، د روژې نيولو سره د آخِرت ثواب هم ميلاؤيږي، د دې سره سره د دُنيا فائدے هم حاصليږي. د مسلمانانو څلورم خليفه شيرِ خُدا حضرت مولٰی علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما د الله پاک د نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا واوريدل چې بے شکه الله پاک د بني اسرائيلو په انبياؤ کښې يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام  طرف ته وحي اوفرمائيله: اے نبي عَلَیْهِ السَّلَام! خپل قوم ته اووايه چې بے شکه کوم بنده چې زما د رضا د پاره يوه ورځ روژه اونيسي، زه د هغه بدن له صحت ورکووم او د هغه اَجر زياتووم.[1]

کیا  ہماری  نماز،   کیا   روزہ         بخش   دینے  کے  سو  بہانے  ہیں

روژه اونيسئ! صحت مند شئ...!

په مُعجَمِ اَوسط کښې د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: صُوْمُوْا تَصِحُّوْا روژه اونيسئ! صحت مند به شئ وَ سَافِرُوْا تَسْتَغْنُوْا او سفر کوئ غني(يعنې مالداره) به شئ.[2]

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! روژه د صحت مند ژوند ضمانت دے، د روژې نيولو سره جسماني صحت هم ميلاؤيږي او رُوحاني صحت هم نصيب کيږي، روژه ظاهري اندامونه هم ښکلي کوي او د زړونو


 

 



[1]... شُعَبُ الایمان، باب فِی الصِّیام، جلد:3، صفحہ:412، حدیث:3923۔

[2]... معجم اوسط، جلد:6، صفحہ:147، حدیث:8312۔