Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

جنيد، کنيت: ابو القاسِم او سيدُ الطّائفه، لِسَانُ القَوم، طاؤسُ العُلَماء ئې مشهور اَلقابات دي. حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تقريبا په 218 هجرئ کښې په بغداد شريف کښې دُنيا ته تشريف راوړو.[1] حضرت ابو عبّاس عطّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اِمَامُنَا فِی هٰذَا الْعِلْمِ وَ مَرْجِعُنَا الْمُقْتَدیٰ بِہِ الْجُنَیْد يعنې د تَصَوُّف په عِلم کښې زمونږه امام او پيشوا حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے.[2] حضرت ابو جعفر حَدَّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل: که چرې عقل سړے وے نو د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شکل باندې به وے.[3] د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وصال شريف په 27 رَجَبُ المُرَجَّب 297ھ یا 298ھ اوشو. د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار هم په بغداد شريف کښې په شونيزيه علاقه کښې دے.[4] د الله رَبُّ العزّت دې په هغوئي باندې رَحمت وي او د هغوئي په وسيله دې زمونږه بے حسابه بخښنه وي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

هره ورځ به ئې 400 نفلونه کول

حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مشهور کامِل ولي حضرت سِرِّي سقطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوريے هم دے او کامِل مُريد ئې هم دے.[5] هغوئي ته په وړوكوالي كښې د خپل ماما جان حضرت سِرِّي سقطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بابرکته


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیاء، ذکر جنید بغدادی، نیمۂ دوم، صفحہ:6۔

[2]... نَفْحَات ُالْاُنْس، ابو القاسم  الجنید البغدادی، صفحہ:257۔

[3]... نَفْحَات ُالْاُنْس، ابو القاسم  الجنید البغدادی، صفحہ:258۔

[4]... شرح شجرہ قادریہ رضویہ عطاریہ، صفحہ:74 ۔

[5]...کَشْفُ الْمَحْجُوب،صفحہ:193۔