Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نصيحتونه

دَروَيش ته د صبر تلقين

يو ځل حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو درويش د تپوس د پاره تشريف يوړلو، هٰغه وخت هغه د بيمارئ په وجه ژړل، حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه ته نصيحت اوکړو او اوئې فرمائيل: د چا په درکړے شوي اَذِيَّت باندې ژاړې؟ او چا ته د دې شکايت کول غواړې؟ د هغوئي د حکمت نه ډکه دا خبره چې ئې واوريدله نو دَرويش چپ شو.[1]

                 سُبْحٰنَ اللّٰہ! څومره ښکلے نصيحت دے...!! مونږ له هم په دې باندې عمل

کول پکار دي، الله دې نه کړي، که چرې سخته، پريشاني، لاس تنګي بيماري راشي نو د ژړا كولو په ځائے لږ دا غور اوکړئ چې دا سخته، پريشاني وغيره د چا په حکم راغلې ده؟ يقيناً زمونږه ايمان دے: وَالْقَدْرِ خَیْرِہٖ وَشَرِّہٖ مِنَ اللّٰہِ تَعَالیٰ هر ښه او بد تقدير د الله پاک د طرف نه دے.

يعنې هغه رَبِّ کريم، رَبِّ رحمان او رحيم کوم چې مونږ د اوبو د څاڅکي نه جوړ کړو، د مور په ګيډه کښې ئې بغير د غوښتلو نه رزق راکړو، لاسونه، ښپې، غوږونه، پوزه، ټول اندامونه ئې راله راکړل، په زرګونو نعمتونه ئې را له راکړل، د وړوكوالي نه واخله تر اوسه پورې پرله پسې رزق راکوي، دا مشكل، دا پريشاني د هغه رَبّ په حکم باندې راغلې ده، چې د هغه عطا ده نو ژړا او سلګئ د څه خبرې


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیاء،نیمۂ دوم، ذکر جنید بغدادی، صفحہ:12۔