Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

ابليس د ليدلو خواهش پيدا شو، هم دغسې يوه ورځ زه د جُمات په دروازه کښې ووم، ما لرې يو بوډا اوليدلو، د هغه د ليدلو سره ما په خپل زړه کښې ويره محسوس کړه، چې کله هغه رانزدې شو نو ما ترې پوښتنه اوکړه: تۀ څوک ئې؟ اوئې وئيل: هم هغه يم د چا د ليدلو چې تا خواهش کړے وو. زه پوهه شوم چې دا ابليس دے، ما هغه اورَټَلو او اومې وئيل: اے خبيثه! تۀ حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته د سجدې کولو نه کوم څيز منع کړې؟ ابليس اووئيل: اے جنيده! تۀ څه غواړې چې ما د الله پاک نه بغير بَل چا ته سجده کړې وه. حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ابليس دا خبره چې مې واوريدله نو زه حيران پاتې شوم، نزدې وه چې د هغه خبرې زما په زړه باندې اثر کړے وے، هغه وخت ماته الهام اوشو (يعنې زما په زړه کښې دا خبره واچولے شوه) چې اے جنيده! ده ته اووايه! کَذَبْتَ لَوْ کُنْتَ عَبْدًا مَامُوْرًا مَا خَرَجْتَ عَنْ اَمْرِہ يعنې اے خبيثه! تۀ دروغژن ئې، که چرې تۀ واقعې د خپل مالِک (يعنې د الله کريم) بنده وے نو هيڅ کله به دې هم د هغه نافرماني نه کوله. شيطان ته د هغوئي د زړه د خبرې پته اولګيده او فوراً د هغه ځائے نه اوتښتيدو.[1]

د واقعې نه ميلاويدونکي 3 عبرتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې عبرتناكې واقعې نه مونږ ته د زدکړې د پاره 3 خبرې حاصل شوې: (1) اوليائے کرام د الله پاک په بارګاه کښې اوچت مقام لري، الله پاک دوئي د شيطان خبيث د حملو نه محفوظه


 

 



[1]... کَشْفُ الْمَحْجُوب، صفحہ:195 بتغیر قلیل۔