Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

سترګو ته خو به اوبه ځي او د يو کافِر په وينا د اودس پريښودو اجازت هم نشي کيدے، ځکه حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کافِر طبيب په هدايت باندې هيڅ عمل اونکړو، اودس ئې اوکړو، د ماسخُتن لمُونځ ئې ادا کړو او اوده شو، سحر چې راپاڅيدو نو سترګې ئې بالکل ټيک شوې وې، هغه وخت غيبي آواز راغے: اے جنيده! تا د عبادت د پاره د خپلو سترګو پرواه اونکړه، ځکه مونږه ستا تکليف لرې کړو.

کله چې هغه کافِر طبيب ته پته اولګيده چې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سترګې بالکل ټيک شوې دي نو هغه په حيرانتيا سره پوښتنه اوکړه: په يوه شپه کښې سترګې څنګه ټيک شوې؟ اوئې فرمائيل: د اودس کولو سره. په دې باندې کافِر طبيب اووئيل: په اَصل کښې طبيب تاسو ئې او زه مريض يم، اوس زما علاج اوکړئ او کلمه ئې اووئيله او مسلمان شو! [1]

دے شوقِ تلاوت دے ذَوقِ عبادت   رہوں بَاوُضو میں سدا یا الٰہی!

میں پانچوں نَمازیں پڑھوں باجماعت     ہو توفیق  ایسی  عطا یا  الٰہی!

د مال د مينې نه آزاد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دُنيا او د مال و دولت د مينې نه ډير لرې او د عبادت و رياضت ډير شوق لرلو، يو ځل د هغوئي په خدمت کښې يو مالداره کَس حاضر شو، هغه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې 500 درهمه (يعنې د سپينو زرو سِکّے) وړاندې کړې او عرض ئې اوکړو: حضور! دا وړه شان نذرانه قبوله کړئ. حضرت


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیاء، نیمۂ دوم، ذکر جنید بغدادی، صفحہ:12 -13۔