Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

صبح  ہوتی  ہے،   شام  ہوتی  ہے عمر          یونہی          تمام           ہوتی           ہے[1]

دا اَصل وجه ده، ځکه په رزق کښې برکت نه وي، پريشانئ، آفتونه، مصيبتونه مو نه پريږدي، کاش! چې زمونږه د ولئ کامِل حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه برکت نصيب شي! هغوئي به دُکان ته تللو، دُکان به ئې بيرته کولو او پرده به ئې راښکته کوله او 400 ركعته نوافل به ئې ادا کول، ځه! مونږه د 400 نوافل ادا کولو همت نه لرو، دکان ته لاړ شو او 2 رکعته نفل اداکړو، په لاس کښې تسبيح اوساتو، چې په دُکان کښې ناست يو، نوکري کوو، د کار روزګار کولو په وخت چې کله موقع ميلاؤيږي ذِکرُ الله کوو، درود شريف لولو، که چرې داسې اوکړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د مال او دولت د حِرص نه به هم بچ شو، دُنيا به مو هم ښه شي، په رزق کښې به برکت هم وي او که چرې الله پاک اوغواړي نو آخِرت به مو هم ښه شي.

محبت    میں   اپنی   گُما     یا   الٰہی!  نہ   پاؤں    میں   اپنا   پتا   یَا   الٰہی!

رہوں مست و بے خود میں تیری وِلا میں پِلا    جام    ایسا      پلا      یَا    الٰہی!

میں بے کار باتوں سے بچ کے  ہمیشہ  کروں     تیری   حمد     و      ثنا    یَا  الٰہی![2]

40 کاله ئې د زړه ساتَنه کوله

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شيشې کاروبار کولو، چې دکان ته به لاړلو نو 400 ركعته نوافل به ئې ادا کول، تر ډيرې مودې پورې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دغه معمول وو، بيا هغوئي دُکان


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:495۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:105۔