Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

الدَّهر وو يعنې ټول کال به ئې نفلې روژې نيولې، البته که څوک ميلمه به راغے نو روژه به ئې نه نيوله او فرمائيل به ئې: د مسلمانانو ورونړو مُوافِقَت [يعنې طبيعت لګيدل] هم د روژې نه کم نه دے (يعنې د ميلمه د ميلمستيا د پاره د روژې پريښودلو سره به، د هغه سره خوراک کووم، د دې سره به د ميلمه زړه خوشحاله شي او د ميلمه زړه خوشحالول هم لوئے عبادت دے).[1]

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به نفلي روژې نيولې، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د رَجَبُ المُرَجَّب مياشت ده، شَعبَانُ المُعَظَّم راتلونکې ده، دا ورځې لکه چې د نفلي روژو د سپرلي موسم دے، په دې مياشتو کښې په خصوصيت سره د نفلي روژو فضيلتونه دي:

د يو جنتي نهر نوم: رَجَب دے

د جنّتي صحابي حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک آخري نبي، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په جنّت کښې يو نهر دے، کوم ته چې رَجَب وئيلے شي، د دې نهر اوبه د پئيو نه زياتې سپينې او د شهدو [يعني ګبين] نه زياتې خوږې دي، څوک چې د رَجَب شريف يوه روژه اونيسي، الله پاک به په هغه باندې د دې نهر نه څکي.[2]

د رجب روژه د ګناهونو کفاره ده

د سُلطانُ المُفَسِّرِين، حضرت عبد الله بن عبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا، مكي مَدَني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د رَجَب


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیاء، ذکر جنید بغدادی، نیمۀ دوم، صفحہ:10۔

[2]... شُعَبُ الایمان، باب فِی الصِّیَام، جلد:3، صفحہ:368، حدیث:3800۔