Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

ځکه تۀ زما د غلامانو غلام شوے.[1]

سُبْحٰنَ اللّٰہ! څومره عجيبه اندازونه دي. معلومه شوه: چې حِرص انسان خپل غلام جوړوي، د دې د پاره د غلامئ نه هميشه آزاد اوسيدل پکار دي. الله پاک چې څه راکړي دي، څومره ئې راکړي دي، په دې باندې خوشحاله اوسئ،  اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ژوند به مو د سکون نه ډَک وي.

الله دې ستا غريبي ډيره کړي!

يو ځل يو تنګدسته او غريب انسان د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې عرض اوکړو: حُضُور! ډير غريب يم، اوږے يم، زما د پاره دُعا اوکړئ! هغوئي اوفرمائيل: الله پاک دې ستا لوږه زياته کړي! ځکه چې دا هغه نعمت دے، چې د الله پاک نيک بندګان د دې خواهش کوي، کله چې هغوئي ته ميلاؤ شي نو شُکر ادا کوي.[2]

تاج وتخت وحکومت مت دے        کثرتِ مال و دولت مت دے

اپنی   رِضا    کا  دیدے    مُژدہ    یا اللہ!  مری  جھولی  بھر  دے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د تهجد لمُونځ ډيره فائده راکړه

حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وِصال نه پس چا په خوب کښې اوليدلو نو پوښتنه ئې ترې اوکړه: اے ابو القاسِم! (د وفات نه پس ستاسو سره څه معامله اوشوه؟) څه اوفرمائې. اوئې فرمائيل: علمي بحثونه او د علمي


 

 



[1]... کَشْفُ الْمَحْجُوب، صفحہ:41 بتغیر قلیل۔

[2]... تذکرۃ الاولیاء، نیمۂ دوم، ذکر جنید بغدادی، صفحہ:16۔