Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

* په ګِلاس [وغيره] کښې پاتې شوي د مسلمان صفا سُترہ جُوټه اوبه چه د استعمال قابِلې وي فُضُول توئيول نه دي پکار. * منقول دي: سُؤْرُ الْمُؤْمِنِ شِفَاءٌ يعنې د مسلمان په جوټه كښې شِفا ده. * د څښلو نه لږ ساعت پس چه خالي ګلاس اوګورئ نو د هغې په ويخ کښې به د ديوالونو نه يو څو څاڅکـي اوبه راجمع شوي وي هغه هم اوڅښئ.[1]

      مختلف سُنَّتونه او آداب  زده كولو د پاره د مكتبةُ المَدينه بهارِ شريعت جلد3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   100 صفحو كتاب 550 سُنَّتيں اور آداب واخلئ او اولولئ ئې. د سنَّتونو زده كولو يوه ذريعه د دعوتِ اسلامي په

قافلو كښې د عاشقانِ رسول سره ډك سفر هم دے.  الله پاك دِ مونږ ته د عمل كولو توفيق راعطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې

(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود

بُزرګانِ دينو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه كښې) دا دُرُود شریف په پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]...550 سنتیں اور آداب، صفحہ:16۔