Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

(نه د رحمان د ياد نه اوزګاريږم، نه د شيطان په باره کښې سوچ کووم).[1]

بس! د شيطان نه د بچ کيدو دا بهترينه طريقه ده، د هغه طرف ته هډو توجو مه کوئ. الله پاک دې مونږه د دې بد بخته لعين نه محفوظ کړي.

نفس و شیطان ہو گئے غالِب        ان  کے  چُنگل  سے  تُو  چُھڑا  یاربّ![2]

(3) دريم مدني ګُل کوم چې د دې واقعې نه مونږه زده کړو، هغه دا چې بنده هغه دے کوم چې د خپل کريم مالِک فرمانبرداري اوکړي، اوګورئ! شيطان بدبخته د خپل عقل نه کار واخستلو، رَبِّ کريم حکم اوکړو: آدم ته سجده اوکړه، ټولو فرښتو سجده اوکړه خو شيطان خبيث اووئيل: زه د آدم نه بهتر يم، زه د خدائے نه بغير بَل چاته سر نه ښکته کووم، هغه د عقل نه کار واخستلو، د کريم مالِک حکم ئې اونه منلو نو نامُراده شو، دې د پاره مونږ له پکار دي چې مونږه د الله پاک او د هغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حکمونه په پټو سترګو اومنو، د عقل نه کار وانخلو. الله پاک دې زمونږه حقيقي بندګي نصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

بيان ئې څنګه شروع کړو...؟

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئے عالِمِ دِين وو، خلقو به د هغوئي په خِدمت کښې عرض کولو اے جنيده! تاسو مونږ ته وعظ و نصيحت اوکړئ! هغوئي به فرمائيل: زما پيرِ کامِل


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیاء، ذکر رابعۃ رحمۃ اللہ علیہا، نمیمہ اول، صفحہ:71۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:79۔