Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع

اے عاشقانِ رَسُول! نيک لمُونځ ګزاره جوړيدلو، خپل ژوند بامقصده جوړولو، د الله پاک د نعمت موندلو، د نيکو کولو او د ايمان د حفاظت ذِهن جوړولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول لمَن اونيسئ او په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره حِصَّه اخلئ! د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره برکتونه نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع هم ده. راځئ په هفته واره اجتماع کښې په پابندئ سره د شرکت کولو ذهِن جوړولو د پاره يو مدني سپرلے اورو:

د ګناهونو ډک ژوند کښې ئې مدني انقلاب راغے

د کراچئ (پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، د دُنيا په خوندونو کښې مصروف اوسيدل زما معمول وو، د خرابو دوستانو صحبت زه خراب کړے ووم، د دوستانو سره به په شريکه ټوله شپه د ګناهونو ډکه سلسله روانه وه، يو ځل يو اسلامي ورور ماته د ماښام په وخت د لمُونځ کولو دعوت راکړو، پته نه لګي چې د هغه په دعوت کښې څه اثر وو چې زه د هغوئي سره د جُمات په لور روان شوم، د ماښام لمُونځ مې اوکړو، د لمُونځ نه پس يو اسلامي ورور د فيضانِ سُنَّت نه درس ورکړو،  د درس نه فوراً پس اسلامي ورونړو په هفته واره د سُنَّتو نه په ډکه اجتماع کښې د شرکت کولو تياري شروع کړه. يو اسلامي ورور ماله هم په هفته