Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

واره اجتماع کښې د شرکت کولو ترغيب راکړو، د هغه انداز دومره ښکلے وو چې زه فوراً په اجتماع کښې د شرکت کولو د پاره تيار شوم، بيا ډير زر د اسلامي ورونړو سره په شريکه عالمي مدني مرکز فيضانِ مدينه ته اورسيدم، هلته مې د سُنَّتو نه ډک بيان واوريدو، په ذِکرُ الله کښې مصروفه شوم، بيا د ژړا نه ډکه دُعا اوکړے شوه. اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي د هفته وارې اجتماع او د عاشقانِ رسول د صحبت په ما باندې دومره اَثر اوشو چې ما د دُعا په وخت په ژړا ژړا د خپلو ګناهونو نه توبه کړه او بيا د پاره مې په نيکو کښې د ژوند تيرولو پوخ نيت اوکړو، په ما باندې خوندونه راوريدل، د اجتماع نه بيرته راتلو نه پس ما د لمُونځونو پابندي شروع کړه او د نيکو نه په ډک ژوند تيرولو کښې مصروف شوم.

اسی ماحول نے ادنیٰ کواعلیٰ کر دیا دیکھو!       اندھیرا ہی اندھیرا تھا اُجالا کر دیا دیکھو!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دارُ الاِفتّاء اهلسُنَّت ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي د عِلمِ دين فيضان عام کولو کښې مصروف دے، د دعوت اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، چې نوم ئې: Darul Ifta Ahlesunnat (دار الافتاء اهلسنت) دے.

په دې ايپلي کيشن کښې به تاسو ته ميلاويږي: ډير مذهبي او معاشرتي سوالونو ليکلے شوي فتاوٰی * د عقائدو په باره کښې احکام * د قرآن او حديث په باره کښې احکام * د اوداسه، غسل او د ناپاکئ احکام * د