Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi
جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُسکے شو، بيا ئې اوفرمائيل: ستا سره د دې درهمو نه علاوه نور هم څه مال شته؟ هغه اووئيل: ستاسو په دُعا سره او د الله پاک په فضل او کرم سره ډير څه شته. اوئې فرمائيل: آيا ستا دا خواهش دے چې ستا مال او دولت نور زيات شي؟ عرض ئې اوکړو: حضور! دا خواهش خو زما هر وخت وي او د دې خواهش د پاره په کاروبار کښې ډير محنت او مشقت کووم، هغوئي اوفرمائيل: نو دا درهمونه هم تۀ واخله چې زما نه زيات تۀ محتاج ئې. زما سره اګرچه مال او دولت نشته خو د الله پاک په فضل سره مې د دې خواهش هم نشته.[1]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په دې واقعه کښې زمونږ د پاره د قناعت دَرس دے، الله پاک چې څه راکړي دي، څومره ئې راکړي دي، انسان دې په هغې خوشحاله شي، د ډيرو خواهش دې نه کوي، د ډيرو لالچ لرلو والا که هر څومره مالداره وي، په حقيقت کښې هغه غريب او فقير دے. په اَصل کښې مالداره هغه دے کوم چې د الله پاک په رضا باندې راضي وي.
په کَشْفُ المَحْجُوب شريف کښې دي: يو بادشاه يو درويش ته اووئيل: اوغواړه څه غواړې؟ اوئې فرمائيل: زه د خپلو غلامانو د غلام نه هيڅ نه غواړم، بادشاه ډير حيرانه شو، اوئې وئيل: زه ستاسو د غلامانو غلام څنګه يم؟ اوئې فرمائيل: حِرص او خواهش زما غلامان دي او تۀ د دې غلام ئې،