Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

مسلمان شو. [1]

عارِف بالله (يعنې د الله پاک پيژندونکے د اوچتې مرتبے کامِل ولي)، مشهور عاشقِ رسول حضرت عبد الرحمٰن جامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په دې واقعه کښې د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 2 کرامتونه دي: (1) يو خو دا چې هغه کَس کافِر وو خو په اسلامي حُليه کښې راغلے وو خو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فِراست په نُور سره اوپيژندلو چې دا مسلمان نه دے بلکه کافِر دے. (2) بَل کرامت دا چې هغوئي د خپل وِلايت په نظر پوهه شو چې د دې کافِر د اِسلام قبلولو هم دا وخت دے. [2]

په بعضې روايتونو کښې دي: هغه نوي مسلمان شوي د اسلام قبلولو نه پس د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې عرض اوکړو: زه د دومره مشائخو خوا ته لاړم خو چا هم اونه پيژندم چې زه د مسلمان په جامه کښې کافِر يم، تاسو اوپيژندم. حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: هغه ټولو هم تۀ پيژندلے وے خو ټولو ته معلومه وه چې ستا ايمان راوړل زما په لاس ليکلي دي.[3]

نگاہِ ولی میں وہ تاثیر دیکھی          بدلتی ہزاروں کی تقدیر دیکھی

د حديثِ پاک شرح

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  کرامت والا حکايت کښې يو حديثِ پاک بيان شو، چې د صحابي ابنِ صحابي حضرت


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیاء، نیمۂ دوم، ذکر جنید بغدادی، صفحہ:10۔

[2]... نَفْحَات ُالْاُنْس، ابو القاسم  الجنید البغدادی، صفحہ:260۔

[3]... ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت، صفحہ:156 خلاصۃً۔