Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

نکاتو باريکيانې مې هيڅ پکار رانغلې خو د شپې په تنهائې کښې ادا کړے شوے لمُونځ (تهجد) ډيره فائده راکړه.[1]

الله پاک دې مونږ له هم د تهجدو لمُونځ کولو توفيق راکړي! د شپې د زر اوده کيدلو عادت جوړ کړئ نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د تهجدو د پاره پاڅيدل به درته آسان شي. راځئ!د ترغيب د پاره د تهجدو په فضائلو باندې 2 احاديث مبارکه اورو:

د تهجد په فضائلو باندې 2 فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

(1) د الله پاک خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په شپه کښې قيام په خپل ځان باندې لازم کړئ چې دا د تير شوؤ نيکانو خلقو طريقه ده او ستاسو رَبّ طرف ته د نزدې کيدو ذريعه او د ګناهونو ختمولو والا او د ګناه نه منع کولو والا او د بدن نه بيمارئ لرې کوي.[2]

(2) رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د قيامت په ورځ به خلق په يو ميدان کښې جمع کړے شي، هغه وخت به يو آواز کوونکے آواز اوکړي، چرته دي هغه د چا اړخونه چې به د بسترو نه لرې کيدل؟ هغه خلق به اودريږي او لږ به وي هغوئي به جنّت ته بغير د حِساب نه داخل شي بيا به د نورو خلقو د پاره د حِساب حکم کيږي.[3]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... بیٹے کو نصیحت، صفحہ:10۔

[2]... ترمذی،کتاب الدعوات، باب فی دعاء النبی، صفحہ:811، حدیث:3549۔

[3]... شُعَبُ الایمان، جلد:3، صفحہ:169، حدیث:3244۔