Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi
نه د ګناهونو خيرے وينځي او زمونږه زړه هم صفا او روښانه کوي. الله پاک دې مونږ ټولو له د ډيرو روژو نيولو توفيق راکړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
عبادت میں، ریاضت میں، تلاوت میں لگادے دِل رجب کا واسطہ دیتا ہوں، فرما دے کرم مولیٰ
نہیں درکار وہ خوشیاں، جو غفلت کا بنیں ساماں عطا کر اپنی الفت، اپنے پیارے کا تُو غم مولیٰ[1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
علّامه عبد الله بن اَسعَد يافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يو ځل حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شونيزيه په جُمات کښې ناست وو، هغوئي هلته يو فقير اوليدلو د چا په مخ چې د عبادت او رياضت آثار ښکاره وو. هغه د خلقو نه سوال کولو. حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په زړه کښې سوچ اوکړو: که چرې ده څه کار کولے او د سوال د آفت نه بچ شوے وے نو بهتره به وه.
په دغه شپه په هغوئي باندې د شپې معمولات (يعنې نوافل او وظائف وغيره) ګران شول، څه کار ته د هغوئي ډډې نه لګيدلې، هغوئي هم دغه شان بيدار وو، آخِر پرې خوب غلبه اوکړه او هغوئي اوده شول، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوب کښې اوليدل چې هغه فقير راوستے شو او په يو دسترخوان باندې واچولے شو او اووئيلے شو: د ده غوښه اوخوره! چې تا د ده غيبت کړے دے.