Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اووئيل: ما خو د ده غيبت نه دے کړے، آؤ! د ده په باره کښې مې په زړه کښې څه داسې سوچ کړے وو. جواب ميلاؤ شو: اے جنيده! تۀ په هغه خلقو کښې نه ئې د چا چې مونږه دغه همره کوتاهي [بے خيالي] برداشت کړو، لاړ شه! د دې بنده نه معافي اوغواړه...!!

سحر هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه فقير د لټولو د پاره اووتلو، هغه د درياب په غاړه وو، هغوئي هغه ته سلام اوکړو، هغه فقير هم اوچتې مرتبے والا وو، هغه چې څنګه اوليدلو نو اوئې وئيل: اے جنيده! بيا به داسې کوې؟ هغوئي اووئيل: نه. په دې باندې فقير اووئيل: لاړ شه! الله دې تا او ما معاف کړي.[1]

 اَللهُ اَکبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! د يو مسلمان په باره کښې په زړه کښې لږ شان د منفې خبرې سوچ کولو څومره اثر اوشو، يقيناً هغه فقير به نيک انسان وو او د څه شرعي مجبورئ لاندې به ئې د خلقو نه سوال کولو، د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په زړه کښې د هغه په باره کښې منفي خيال راغلے نو د هغې په وجه هغوئي د شپې د عِبادت نه محرومه کړے شول.

آه! زمونږه حال خو بالکل بے حاله دے، دلته خو صِرف په زړه کښې د سوچ کولو هډو خبره نه ده، خلق ښکاره غيبتونه کوي، چغليانې کوي، په زړه کښې بدګماني ساتي او نور بے عزته کوي. ياد ساتئ! غيبت، چُغلي، بدګماني سخت حرام او دوزخ ته بوتلونکي کارونه دي، د دې نه بچ کيدل لازمي دي، د نورو په باره کښې په زړه کښې منفي خيال راوستلو نه هم بچ


 

 



[1]... روض الریاحین، الحکایۃ الثامنۃ والعشرون بعد المائۃ، صفحہ:139 خلاصۃً۔