Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

څښئ او چه څښل شروع كوئ نو مخكښې ترې  بِسْمِ اللّٰه اولوَلئ او چه كله دڅښلو نه فارغه شئ نو اَلْحَمْدُ لِلّٰه اووائې.“ [1]

    اے عاشقانِ رسول: اوبه وي يا بل يو د څښلو څيز وي * د څښلو نه مخکښې بِسمِ الله اولولئ * په چوپلو چوپلو واړه واړه ګوټونه کوئ، په غټوګوټونو کښې د څښلو سره د ځِيګر بيماري پيداکيږي * اوبه په درې ساه ګانو کښې په ناسته او ښي لاس څښئ * که په لوټه [كوزه] وغيره مو اودس کړے وي نو د هغې پاتې شوي اوبه څښل د ٧٠ مرضونو شِفا ده ځكه چه دا د آبِ زم زم شريف سره مشابهت لري، د دې دوو (يعني د اودس نه پاتې شوو اوبو او د آبِ زم زم شريف) نه علاوه نورې اوبه په ولاړه ولاړه څښل مکروه دي. دا دوه (قِسمه) اوبه مخ په قبله په ولاړه ولاړه څښئ * د څښلو نه مخکښې اوګورئ چه د څښلو په څيز کښې څه نقصان وركوونكې څيز وغيره خو نشته. [2] * د څښلو نه پس اَلْحَمْدُلِلّٰہ  اولوَلئ * حُجَّةُ الاسلام حضرت سيِّدنا امام محمّد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بِسْمِ الله دِ اولولي او څښل دِ شروع کړي د وړومبئ ساه په آخره کښې دِ اَلْحَمْدُلِلّٰہ  د دويمې ساه نه پس دِ اَلْـحَـمْـدُ لـِلّٰـہِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنؕ    او د دريمي ساه په آخره کښې دِ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَ الرَّحْمٰنِ  الرَّحِيْمِ ؕ  اولولي. دا ښه كار دے، كه مو اُونكړو نو څه باك نشته او په شروع كښې بِسْمِ الله اولولئ او په آخره كښې اَلْـحَـمْـدُ لـِلّٰـہِ اولولئ


 

 



[1]... ترمِذِى،  الحديث:١٨٩٢، ج٣، ص٣٥٢

[2]... اِتحَافُ السَّادَۃ  لِلزبيدى ج٥  ص٥٩٤