Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

(د عاشقِ زار د محبت نه ډکه خبره ئې چې واوريدله نو د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اوګږدے سجدې کولو حِکمت بيان کړلو او) اوئې فرمائيل: زما خوا ته جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام  حاضِر شولو او اوئې وئيل: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! الله پاک فرمائي: اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! څوک چې په تاسو باندې درود لولي، زه به په هغوئي باندې رحمتونه نازلووم، څوک چې په تاسو باندې سلام راليږي، زه به په هغوئي باندې سلامتيا نازلووم. د دې نعمت د شُکر ادا کولو د پاره ما دومره اوګږده سجده اوکړله.[1]

اَللّٰہُ اَکْبَر! اے عاشقانِ رَسُول! غور اوکړئ! * درود به څوک لولي؟ اُمَّتي * رحمت به په چا باندې نازليږي؟ په اُمَّتي باندې * سلام څوک ليږي؟ اُمَّتي * د الله کريم سلامتيا به په چا باندې نازليږي؟ په اُمَّتي باندې * او سجدۀ شُکر څوک ادا کوي؟ د اُمَّت غمخوار، شفاعت کوونکے، اُمَّت بخښلو والا، جّنَّت ته رسوونكے آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ...! سُبْحٰنَ اللّٰہ! اندازه اولګوئ! زمونږ د خوږ آقا، مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره څومره مينه ده. الله! الله! اُمَّت ګناه اوکړي، آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شپې په ژړا ژړا تيروي، اُمَّت ته نعمت ميلاؤ شي، آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شُکر سجدې کوي. د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورور، مولانا حسن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

تم کو تو غلاموں سے ہے کچھ ایسی  مَحبت                                                ہے ترکِ  اَدَب ! ورنہ کہیں ہم  پہ فدا ہو[2]

     وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو د خپلو غلامانو سره دومره محبت دے، دا


 

 



[1]... مسندِ اَحْمَد، جلد:1، صفحہ:522، حدیث:1686۔

[2]... ذوقِ نعت، صفحہ:211 ۔