Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab
د ګنجي غوا او د ړوند چيلئ بچي راوړل، په لږه موده کښې د هغوئي څاروي دومره زيات شول چې د هغوئي د څاروو نه دَره ډَکه شوه.
څه موده پس چې کله دا درې واړه ښه مالداره شوي وو، فرښته بيا د هغوئي خوا له راغله، هغه چې کوم د برګي مريض وو، فرښته د هغه خوا له په مخکښيني شکل يعنې د برګي په حالت کښې راغله او اوئې وئيل: زه يو غريب يم، زما سره د لارې سامان ختم شوے دے او د بيرته تللو هيڅ شکل په نظر نه راځي. هغه الله پاک کوم چې تا ته ښکلے رنګ، ښه څرمن او مال عطا کړے دے، د هغه واسطه ما له نن يوه اوښه راکړه د پاره د دې چې زه خپل منزل ته اورسم. دا ئې چې واوريدل نو هغه ناشکره انسان اووئيل: زما خرچې ډيرې زياتې دي، زه تا له هيڅ نشم درکولے. اوس فرښتې اووئيل: ما ته ښکاري چې زه تا پيژنم، آيا تۀ هغه نه ئې د چا چې د برګي بيماري وه، خلقو به ستا نه نفرت کولو، تۀ غريب او محتاجه وې، بيا الله پاک تا ته مال عطا کړو. د يو نا اشنا کَس د خُلے نه چې هغه د تيرو حالاتو بيان واوريدو نو هغه ناشکري اوکړه او اوئې وئيل: داسې بالکل نه ده، ما ته خو ټول مال په وراثت کښې ميلاؤ شوے دے. فرښتې چې هغه د ناشکرئ نه ډَک الفاظ واوريدل نو اوئې وئيل: که چرې تۀ په دې خپله خبره کښې دروغژن ئې نو الله پاک دې تا هم هغه شان کړي لکه څنګه چې مخکښې وې.
دغه شان بيا فرښته د ګنجي خوا له راغله، د هغه نه ئې هم دغه شان د څه مال سوال اوکړو، ګنجي هم د برګي والا په شان ناشکري اوکړه او اوئې وئيل: ما ته خو دا مال په وراثت کښې ميلاؤ شوے دے، فرښتې هغه ته هم هغه شان اووئيل: که چرې تۀ په خپله خبره کښې دروغژن ئې نو الله پاک دې تا د مخکښې په شان کړي.
بيا فرښته د ړوند خوا له راغله او اوئې وئيل: زه يو غريب مسافر يم، زما سره د لارې سامان ختم شوے دے، کوم رَبِّ کريم چې تا ته د سترګو نعمت عطا کړے دے، د هغه