Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab
(دا د انسان څه عجيبه شان طبيعت دے چې انسان هغه څيز ډير خوښوي، کوم چې د هغه سره نه وي، د برګي د مريض په بدن باندې چونکه سپين چاپونه وو، د هغه سپين رنګ او صفا ستهرا څرمن نه وه، هم دغسې د فرښتې په پوښتنه باندې) د برګي مريض اووئيل: زما ښه رنګ او صفا څرمن ډيره خوښه ده. دا ئې چې واوريدل نو فرښتې د هغه په بدن باندې لاس راښکلو، د فرښتې د لاس لګيدو برکت وو چې د هغه بيماري لرې شوه او د هغه رنګ او څرمن صفا ستهرا شوه. فرښتې د هغه نه بَله پوښتنه اوکړه: ستا کوم يو مال زيات خوښ دے؟ هغه اووئيل: زما اوښان خوښ دي. فرښتې هغه له يوه بلاربه اوښه ورکړله او د برکت دُعا ئې اوکړله او لاړه.
بيا هغه فرښته د ګنجي خوا ته لاړله، د هغه نه ئې پوښتنه اوکړه: ستا کوم يو څيز ډير خوښ دے؟ ګنجي اووئيل: زما ښائسته ويښته ډير خوښ دي. فرښتي د هغه په سر باندې لاس راښکلو نو د هغه بهترين ويښته را اوټوکيدل. اوس فرښتې بَله پوښتنه اوکړه: ستا کوم يو مال ډير خوښ دے؟ اوئې وئيل: زما غواګانے خوښې دي. فرښتې هغه له يوه بلاربه غوا ورکړله او د هغه په حق کښې ئې دُعا اوکړله: الله پاک دې ستا د پاره په دې مال کښې برکت عطا کړي.
اوس فرښته د دريم کَس يعنې د ړوند خوا له راغله، د هغه نه ئې هم دغه دوه پوښتنې اوکړې: ستا کوم يو څيز ډير خوښ دے؟ ړوند اووئيل: الله پاک دې ما له بيرته بينائي راکړي د پاره د دې چې زه خلق وينم. فرښتې په هغه لاس راښکل نو د هغه سترګې روغې شوې، فرښتې بيا پوښتنه اوکړه: ستا کوم يو مال ډير خوښ دے؟ ړوند اووئيل: زما چيلئ [بيزې] خوښې دي. فرښتي هغه له يو بلاربه چيلئ ورکړله او د برکت دُعا ئې اوکړله او لاړه.
الله پاک د هغه دريو واړو په څاروو کښې ډير برکت عطا کړلو. د برګي والا اوښې،