Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

      علَّامه عبدُ الرؤف مناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې په شرح كښې ليكي:د دې رنګ مبارك بدليدلو سبب ويره وه، يعنې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ويريدلو چې چرته په رَمَضَانُ المُبارَك كښې د بندګئ حق ادا كولو كښې څه كمے پاتې نه شي.[1]

     الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوكړئ! بندګي څه ده او د بندګئ حقونه څه دي؟  دا ټولې خبرې دُنيا ته خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زده كړى دي، هغوئي هدايت وركوونكي دي، راهنما دے، د هغوئي اداګانې د ربّ دِين دے، د هغوئي فرمان د ربّ فرمان دے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك محبوب دے، رَمَضان د هغوئي په بركت نصيب شوې ده، د دې باوُجود د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انداز څومره ځانګړے دے. چې رَمَضَانُ المُبارَك به راتللو نو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره به فِكر وو چې چرته د رَمَضَانُ المُبارَك په حقِّ بندګئ كښې كمے پاتې نه شي.

     آه! يو مونږه يو، اوس زمونږ په زړونو كښې د رَمَضَانُ المُبارَك احترام كميږي، څومره داسې غافله دي کوم چې بغير د شرعي مجبورئ نه د رَمَضَانُ المُبارَك روژې اَوّل خو نه نيسي، دا كبيره ګناه، حرام او دوزخ ته بوتلونكے كار دے، بيا دومره په ګناه ډاډه وي چې د * روژه دارو په مخ كښې خوراك څښاك كوي * سګرټ څښي * پان جووي * تر دې چې بعضې دومره بے شرمه وي چې د ټولو خلقو په مخكښې اوبه څښي، خوراك كوي او شرم نه كوي. افسوس! په رَمَضَانُ المُبارَك كښې هم زمونږه ورځې په مال ګټلو كښې تيريږي، شپې په ګناهونو كښې غرقيږي، د حقِّ بندګئ فكر راتلل خو لا لرې خبره ده، په رَمَضَانُ المُبارَك كښې هم زړه د عبادت طرف ته هډو


 

 



[1]... فیض القدیر ، جلد:5 ، صفحہ:168 ، تحت الحدیث:6681۔