Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

      يوه ورځ به مَلَكُ المَوت حضرت عزرائيل عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړي، زمونږه مال دولت، خپل خپلوان، زمونږه اولاد، خواږه دوستان هر څه به هم په كار رانشي، ټول به ګوته په خُله پاتې شي، آه! زمونږ د بدن نه به رُوح ويستلے شي، بيا به غَسَّال [يعنې مړي ته غسل وركوونكے] رااوبللے شي، كفن به راته واغوستے شي، هئ! افسوس! بيا به جنازه اوکړے شي او مونږ به تيارۀ قبر ته کوز کړي  * الله دې نكړي! الله دې نكړي! كه مونږه د رَمَضَانُ المُبارَك شپې په ګناهونو كښې تيرې كړې وي او * په فضول كارونو كښې مشغول شوي يو او د رَمَضَانُ المُبارَك بےحرمتي مو کړې وي * كه چرې ربّ خفه شو * د دې په سبب په قبر كښې مونږه اونيولے شو * د قيامت په ورځ راګير کړے شو نو لږ سوچ اوكړئ! زمونږه به څه كيږي؟ * خدائے دې نكړي که د الله پاك رحمت نصيب نه شو * د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت نه محرومه شو نو څه به كيږي؟

تُو بس رہنا سدا راضی،نہیں ہے تابِ ناراضی

عطا کر عافیت تو نَزْع و قَبْر وحَشْر میں   یاربّ!

میں   رحمت ، مغفِرت ،دوزخ سے آزادی کاسائل ہوں

بَراءَ ت دے عذابِ قبر سے نارِ جہنَّم سے    تُو ناخوش جس سے ہو برباد ہے تیری قسم مولیٰ!

وسیلہ فاطِمہ زَہرا کا کر لطف و کرم مولیٰ!

مہِ رمضان کے صدقے میں   فرمادے کرم مولیٰ !

مہِ شعبان کے صدقے میں   کر فضل و کرم مولیٰ! [1]

     اے عاشِقانِ رسول! اوس موقع ده، رَمَضَانُ المُبارَك تشريف راوړي، که په ژوند كښې درنه چرته د رَمَضَانُ المُبارَك بے قدري شوې وي، بے ادبي شوې وي نو نن توبه كړئ او پوخ نِيَّت اوكړئ چې * په دې كال به د رَمَضَانُ المُبارَك ښه قدر كوو * د رَمَضَانُ المُبارَك د بے ادبـئ نه به بچ كيږو * ټولې روژې به نيسو * پينځه واړه لمُونځونه به


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:98 ملتقطًا۔