Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نِيَّتونو كولو سره د عمل ثواب زياتيږي. راځئ! د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاك د رضا د پاره به بيان اورم * بااَدبه به كښينم * ښه په توجُّه سره به بيان اورم * څه چې واورم، د هغې د ياد ساتلو،  پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته به د رَسَولو كوشش كووم.

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                       صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

اے عاشقانِ رَسُول! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! يو ځل بيا د غُفران مياشت، د قرآن نازليدلو مياشت، د الله پاك ميلمنه رمَضانُ المُبارَك مياشت راتلونكې ده. يو څو ورځې پس به اعلان اوشي : مبارک شئ د رمضان المُبارک مياشت په نظر راغله. دې اعلان اوريدو سره به د * عاشقانِ رمضان زړونه خوشحاله شي  * مخونه به ئې اوپړقيږي  * په جماتونو كښې به ښكلا راشي  * د تراويح سلسله  * فرض لمُونځونه * څوك به ډير نفلونه ادا كوي  * څوك به د قرآن د تلاوت سعادت مومې * د پيشمني او روژه ماتي خوشحالئ به وي  * هره ورځ به (د مازيګر او تراويح نه پس) د 2 مدني مذاكرو په ذريعه فيضانِ رمضان او علمِ دِين ښه عام كيږي  * او اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د ژوند خوندونه به سوا كيږي.

خُدا  کی  ہے   عنایت   ماہِ  رمضان  آنے  والا  ہے

ہوئی  مولیٰ  کی  رحمت،   ماہِ  رمضان  آنے  والا  ہے

خُوشی سے  جھومتا ہے  دِل،  مچی  ہے  قلب  میں  ہلچل

مِلی   عاشق   کو   فرحت،   ماہِ   رمضان    آنے   والا   ہے[1]


 

 



[1]... وسائلِ فِردَوس ، صفحہ:24 ملتقطاً۔