Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

رياضت كښې ډير زيات محنت كولو، كوم چې ډير زيات عبادت ګزار وو، يو ځل په يوه غزوه كښې شريك شو او شهيد شو. بيا يو كال پس دويم صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ هم وفات شو.

      حضرت طلحه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: د دې دواړو د دُنيا نه د تللو نه پس يوه شپه ما په خوب كښې اوليدل، څه ګورم چې زه د جنَّت په دروازه کښې ولاړ يم، دا دواړه صحابيان رَضِیَ اللهُ عَنْهُما هم هلته موجود وو، په دې كښې د جنَّت نه يو كس بهر ته راغلو او هغه صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ كوم چې يو كال پس وفات شوے وو، هغه ئې د ځان سره جنَّت ته بوتلو، څه ساعت پس هغه بيا راغلے او هغه صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ كوم چې يو كال مخكښې شهيد شوے وو، په دې ځل ئې هغه د ځان سره جنَّت ته بوتللو۔

     چې سحر شو نو حضرت طلحه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ خپل خوب صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته واورولو، ټول حيران وو، كله چې دا خبره سركارِ عالي وقار، مكي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته را اورسيدله نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے صحابؤ! تاسو په كومه خبره حيران ئې؟ عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! يو صحابي ډير زيات عبادت كوونكے وو، بيا هغوئي ته د شهادت مرتبه نصيب شوه، د دې باوُجود هغه وروسته جنَّت ته داخل شو او دويم صحابـي كوم چې يو كال پس وفات شو، هغه وړومبے جنَّت ته داخل شو، د دې څه وجه ده؟ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: آيا دا دويم صحابـي يو كال زيات ژوندے نه وو؟ عرض ئې اوكړو: آؤ، ژوندے پاتې شوے وو. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: آيا ده د شهيد كيدونكي په مقابَله كښې يو كال د رمَضان روژې نه وې نيولې؟ صحابۀ كرامو عرض اوكړو: آؤ، [روژې ئې] نيولې وې. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا پوښتنه اوکړه: آيا دې وروسته وفات شوي صحابـي دومره زياتې سجدے نه دي كړي؟ عرض ئې اوكړو: آؤ، [سجدې ئې] كړې