Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

هغه ځائے معلوم وو)، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  د هغې بوډئ نه پوښتنه اوکړه: آيا تا ته پته ده چې د حضرت يوسُف عَلَیْهِ السَّلَام  قبر په کوم ځائے کښې دے؟ اوئې وئيل: آو جي! حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  اوفرمائيل: مونږ ته ئې اوښايه! اوئې وئيل: په خدائے مې دې قسم وي! تر څو چې تاسو زما غوښتنه پوره نکړئ نو زه به ئې نه درښايم. اوئې فرمائيل: اوغواړه څه غواړې، تا له به درکړے شي. بوډئ هوښياره وه، اوئې وئيل: زه ستاسو نه په جنّت کښې ستاسو ګاؤنډ غواړم. حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  اوفرمائيل: صرف جنّت اوغواړه! اوئې وئيل: نۀ...!! په خدائے مې دې قسم وي! زه د دې نه په کمه بالکل نۀ يم رضا، زما صرف جنّت نۀ بلکه په جنّت کښې ستاسو ګاؤنډ هم پکار دے. حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  هغه ډيره پوهه کړه خو هغه په خپله خبره پخه ولاړه وه، په دې باندې الله پاک وحي راوليږله او اوئې فرمائيل: اے موسیٰ! ستاسو څه نقصان دے...!! چې څه غواړي ور ئې کړئ! حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  د هغې غوښتنه پوره کړله او د حضرت يوسُف عَلَیْهِ السَّلَام جَسَد مبارک ئې ځان سره واخستلو او روان شولو. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا ده د غوښتلو طريقه...!! د بوډئ سوچ ته اوګورئ! خدمت څومره دے او سوال څومره لوئي کوي...!! د دې روايت نه دوه خبرې زده شوې: (1): يوه خبره خو د هغه اعرابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د عمل نه زده شوه، هغه صحابي وو، هغه د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دنيائي څيزونه اوغوښتل او هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې نه انکار اونه فرمائيلو، د دې نه معلومه شوه چې که د دنيا واړه واړه خواهشونه او ضرورتونه وي، مونږه هغه هم د بارګاهِ رسالت نه غوښتلے شو په دې کښې هيڅ باک نشته (2): دويمه خبره دا معلومه شوه چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي


 

 



[1]... مكارم الاخلاق، جماع ابواب الرفق...الخ، باب ما جاء فی السخاء...الخ، جلد:3، صفحہ:264، حدیث:731 خلاصۃً۔