Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

فرمائي: څنګه چې په اعمالو کښې د سنتو پابندی د ثواب باعِث دي، هُم دغسې صفا زړه ساتل او ښۀ اخلاق کيدل هُم سنت دي. چې دې سره به د رسولُ اللہ صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب حاصليږي. افسوس چې اکثر خلق په دې باندې عمل کښې کمزوري کوي. د سُنَّتو د تابعدارئ دعویٰ کوي خو سینې يـې د کینو نه ډکې وي. اللہ پاک دې په دې سُنَّتو د عمل کولو توفیق راکړي.([1]) اللہ پاک دې مونږ ته په سُنَّتو د عمل کولو او د سُنَّتو خپرولو توفیق راعطا کړي.اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.   

     صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ويزې مِلاؤ شوې

     يو اسلامي ورور تقريباً د  14 كالو نه په بَهَر وطن كښې وو. هلته هغه ته يو ځل په خپله كارخانه كښې د كار كوونكو ضرورت پيښ شو. هغه د ويزو د پاره بيا بيا درخواستونه ورکړل، خو د ډيرو كوششونو باوُجود ويزې مِلاؤ نه شوې. د مُلازمانو د نشتوالي په وجه هغه ته نقصان کيدلو. خير هغه همَّت اوكړو او يو ځل ئې بيا درخواست جمع كړو. په دې دوران كښې يو اسلامي ورور هغه ته د ”شجره قادريه رضويه ضيائيه عطاريه“ نه د شجره عاليه د دُعائيه اشعارو لوستلو مشوره وركړه. هغوئي د شجرې شريفې نه دُعائيه اشعار پابندئ سره لوستل شروع كړل. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د شجره قادريه رَضَوِيَّه ضِيائيه عَطّارِيه  لوستلو په بركت د هغه هٰغه كار  چې د څو كالو نه نه كيدلو، د حيرانيدلو خبره ده چې په يو څو ورځو كښې اوشو او هغه ته ويزے ملاؤ شوې.

مُشْکِلیں حَل کر شَہِ مُشکِل کُشا کے واسِطے                      کر بَلائیں رَد شہیدِ کربَلا کے واسِطے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...مرآة المناجيح، جلد:1، صفحہ:172 ملتقطًا۔