Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

نوراني تندے

حضرت ابو اسماعيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله وفات شو نو په کور والؤ کښې هغوئي چا په خوب کښې په دې حالت کښې اوليدلو چې د هغوئي د سجدے ځائے [يعنې تندے] د پړقيدونکي ستوري په شان روښانه دے، نو عرض ئې اوکړو: دا ستاسو په مخ باندې څه دي؟ هغوئي اوفرمائيل: زما تندے د خاورې نه د نقصان رسيدو په وجه نوراني کړے شوے دے. عرض ئې اوکړو: په آخرت کښې تاسو ته کوم مقام حاصل شو؟ اوئې فرمائيل: بهترين کور دے، د کوم اوسيدونکي چې نۀ د دې ځائے نه بدليږي او نۀ هغوئي له هډو مرګ راځي. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د سجدے کولو نور هم ډير زيات فضيلتونه او فائدے دي، د شيخ طريقت، امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير ښکلے کتاب دے: فيضانِ نماز. په دې کښې د لـمونځ داسې داسې فضيلتونه بيان کړے شوي دي چې په لوستلو ئې زړه خوشحاليږي، په دې کښې يو باب دے: ”سجدے کے فضائل‘‘. دا اولولئ! اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! تاسو ته به د سجدے په باره کښې ډير زيات معلومات هم حاصل شي او په کثرت سره د سجدو کولو ذهن به مو هم جوړ شي. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

  (2) د لوڼو پالل

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په جنّت کښې د آقا ګاؤنډي جوړوونکے دويم نيک عمل دا دے: د لوڼو ښه پالنه کول. د حضرت انس بن مالک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د چا چې درې لوڼه وي او


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، کتاب المنامات، جلد:3، صفحہ:59، حدیث:65۔