Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

د قرآن ټيچر ايپ (Application) تعارُف

     خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو!! نن د ټيکنالوجئ دَور دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! شُعبه آئى. ټـى ډيپارټمنټ (I.T Department) يو ايپلي کيشن د ”قرآن ټيچر‘‘ په نوم جاري کړے دے. د دې ايپلي كيشن په ذريعه د 30 نه زيات ديني كورسونه کيږي، د دې ايپلي کيشن په ذريعه تاسو د خپلې خوښې کورس کښې آن لائن داخله اخستے شئ او د څه مشکل نه بغير آن لائن د قرآنِ کريم تعليم [ناظره او تجويد و قراءت وغيره] حاصلولو دپاره هُم داخله اخستے شئ. زر زر په خپل موبائل كښې دا ايپ انسټال كړئ پخپله ترينه هُم فائده واخلئ او نورو ته هُم د دې ترغيب ورکړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان په آخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت ، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي. ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                  جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

سینه مې دې شي جوړه د سُنّتو مدينه خوږه آقا!      جنت کښې مې خپل جوړ کړه ګاوندې خوږه آقا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي

د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: بريتونه کټ کوئ او ګيرې


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔