Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

پاک قرب اوغواړه، څه چې هم غواړې ميلاويږي به). يقيناً داسې ښکاره پيشکش هٰغه څوک کولے شي، د چا سره چې فراخه اختيارات وي او زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ربيعه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته دا پيشکش اوکړو نو دا د دې خبرې دليل دے چې الله پاک هغوئي ته اختيارات عطا کړي دي او چا ته چې څه اوغواړي، کله اوغواړي، څنګه اوغواړي عطا کولے شي.

ان کے ہاتھ میں ہر کنجی ہے                                                                            مالِکِ کل کہلاتے یہ ہیں

اِنَّاۤ اَعْطَيْنٰكَ الْكَوْثَر                                                                                                                       ساری کثرت پاتے یہ ہیں

رَبّ ہے مُعْطِی، یہ ہیں قاسِم                                                                   رِزْق اس کا ہے کھلاتے یہ ہیں

د بارګاهِ رسالت نه څه غوښتلے شې؟

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د حضرت ربيعه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د واقعے نه دويم مدني ګل دا زده کيږي چې د بارګاهِ رسالت نه په څه غوښتلو کښې شرم، تذبذب نه دے پکار، دا د دنيا بادشاهان او مالداران غټان وي چې د دوئي نه په غوښتلو کښې هم سوچ کول وي، په غوښتلو کښې هم ويره وي چې که اوئې غواړم نو دے به ئې راکړے شي که نۀ، که فلانکے څيز اوغواړم نو چرته خفه نشي.

دَرِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه لوئي سخې دربار دے. دلته په غوښتلو کښې څه شرم محسوسول يا تذبذب کښې پريوتل نه وي، دا ويره نه وي چې دا څيز اوغواړم نو ميلاو به هم شي او که نۀ بلکه

مانگ مَن مانتی، مُنْہ مانگی مُرادَیں لے گا

نہ  یہاں  نا  ہے،  نہ  منگتا  سے  یہ  کہنا  کیا  ہے؟([1])


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:171۔