Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
د رسولِ ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان عالي شان دے: اَوْلَی النَّاسِ بِیْ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ اَکْثَرُہُمْ عَلَیَّ صَلَاۃً، يعنې د قيامت په ورځ به په خلقو کښې د ټولو نه زيات ما ته نزدې هٰغه خلق وي کوم چې په ما باندې د ټولو نه زيات دُرُود شريف لولي. ([1])
سُبْحٰنَ الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! درودِ پاک څومره اعلیٰ نيکي ده...!! د دې په برکت د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب نصيب کيږي. الحاج مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په شرح کښې فرمائي: د قيامت په ورځ به د ټولو نه په آرام هٰغه کَس وي کوم چې به د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وي او د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوا ته د اوسيدلو (يعنې د قربت، نزدې والي) نصيب کيدلو ذريعه د درود شريف کثرت دے. د دې حديثِ پاک نه معلومه شوه چې درود شريف بهترينه نيکي ده ځکه چې په ټولو نيکو جنّت ميلاويږي او په درودِ پاک لوستلو مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ميلاويږي. ([2])